د ایران ستر مشر ایت الله خامنه ای د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې پر ایران د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ووژل شو.
امریکا او اسراییل د مارچ په لومړۍ نېټې د ایران پر وړاندې پوځي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
ګڼو هېوادونو د امریکا او اسراییل غندنه کړې او د خامنه ای پر مړینې یې خواشيني څرګنده کړې ده. دوی له ټولو خواوو غوښتي چې پوځي عملیات ودروي او وضعیت سیاسي او ډیپلوماتیک حل لارې ته را وګرځوي.
د مالیزیا لومړي وزیر انور بن ابراهیم په یوې اعلامیې کې د امریکا او اسراییل په برید کې د خامنه ای وژنه سخته غندلې او د یو هېواد د مشر قصدي وژنه یې یو خطرناک مثال بللی دی.
نوموړي ويلي، پر ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي اقداماتو له امله منځنی ختیځ د ناورین پر څنډې درېدلی او له بېلا بېلو خواوو یې غوښتي، چې سمدلاسه او په غیر مشروط ډول عملیات ودروي او پر ډیپلوماتیکو لارو دې تاوتریخوالی کم او مسئلې حل کړي او په ورته وخت کې يې له نړیوالې ټولنې څخه هم د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.
د سینیګال لومړي وزیر سونکو د خامنه ای او د ایران د څو نورو مهمو سیاسي شخصیتونو پر مړینې خواشيني څرګنده کړې او بریدګر هېوادونه یې غندلي، چې د ملګرو ملتونو له اجازې پرته يې د ایران پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي او مشران یې ور وژلي دي.
نوموړي ويلي، دغې شخړې په هرمز تنګي کې د بار وړلو چارې ګډوډې کړي، چې له امله یې د سینیګال په ګډون ډېر هېوادونه اغېزمن شوي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د یو خپلواک هېواد د مشر وژنه غندلې ده او د خامنه ای، د هغه د کورنۍ د څو غړو او نورو لوړ پوړو ایراني چارواکو پر مړینې يې ژوره خواشيني او سخته غوسه څرګنده کړې ده.
روسیې له ښکېلو خواوو څخه د موجودو ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د منشور او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون پر بنسټ د سمدستي تاوتریخوالي کمولو، د پوځي اقداماتو د بندولو او سیاسي او ډیپلوماتیکو پروسو ته د بیرته راستنیدو غوښتنه کړې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف د متحده اماراتو له خارجه وزیر شيخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران پر وړاندې د امریکا غیر ضروري یرغل د نه منلو وړ ياد کړی دی. دواړو سیالانو ويلي، چې د سیمې پوځې شخړې د خلیج د عربي هېوادونو امنیت ته ګواښونه پېښ کړي او اړوندې خواوې باید سمدلاسه له پوځي عملیاتو څخه لاس واخلي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لوړ پوړي استازې کاجا کلاز په یوې اعلامیې کې ويلي، چې اروپايي ټولنه په ایران او منځني ختیځ کې وضعیت له نږدې څاري او له ټولو خواوو څخه یې غوښتي چې تر وسې زغم وساتي او په خبرو دې خپلمنځي مسئلې حل کړي.
اعلاميه کې ويل شوي، اروپايي ټولنه به په سیمه کې له خپلو همکارانو سره نږدې اړیکې وساتي او د مسئلې د دایمي حل لپاره به د دایمي لایحې جوړونه وهڅوي.



































