د اټومي انرژۍ نړیوالې ایجنسۍ شورا د مارچ په دوهمې نېټې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د پوځي بریدونو په اړه ځانګړې غونډه کړې ده.
په دې ايجنسۍ کې د چين دايمي استازي لي سونګ يادې غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د ایران او روسیې د هغې غوښتنې، چې له مخې دې يې د دې شورا ځانګړې غونډه جوړه شي، ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، امریکا او اسرائيل يو ځل بيا پر ايران بريدونه کړي او د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ تر څارنې لاندې د ايران اټومي تاسيسات يې هم په نښه کړي دي، چې له امله یې د منځني اختيځ وضعيت نور هم سخت شوی او په دې اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
لي سونګ ويلي، امريکا او اسرائيل د واشنګټن او تهران د مذاکراتو په جریان کې پر ایران بريدونه کړي او د دغه خپلواک هېواد مشر يې وژلی او د رژیم بدلون هڅې يې کړي، چې دا د منلو وړ نه دي.
دوی د ایران پر ملي حاکمیت او امنیت تېری کړی او د ملګرو ملتونو له منشور او د نړیوالو اړیکو له اساسي اصولو څخه يې سرغړونه کړې او چین يې په کلکو ټکو غندي او سخت مخالفت يې کوي او په خبره یې، د ایران ملي حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
نوموړي زياته کړې، چین د پوځي عملياتو د سمدستي درېدو او د خبرو اترو او مذاکراتو د ژر بيا پيل غوښتنه کوي او له نړيوالې ټولنې څخه یې غوښتي، چې د یو اړخیزو اقداماتو مخالفت وکړي.



































