د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې په اړه خبري ناسته د مارچ په ۴مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه.
د دې غونډې ویاند لو چن جیان د کورنیو او بهرنیو خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي او اعلان یې کړی، چې یاده غونډه به د مارچ د ۵مې نېټې په سهار پیل او د ۱۲مې نېټې په ماسپښین کې پای ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، چین به سږ کال د کورنۍ تقاضې د زیاتېدو ستراتیژۍ ته دوام ورکړي او د خلکو مصرفونه به وهڅوي او پياوړی کورنی بازار به جوړ کړي.



































