د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه د مارچ د ۴مې نېټې په ماسپښین د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې پرانیستل شوه.
د دې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئیس شي جین پينګ په شمول د دې هېواد لوړ پوړو مشرانو ګډون کړی و.
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د اقتصاد، کلتور، ښوونې او د چاپيريال ساتنې په شمول د ۳۴ برخو ۲۰۷۸ غړي به په راتلونکو ۷ ورځنيو غونډو کې د دې کنفرانس د دايمي کمېټې کاري راپور او د وړاندیزونو د کار راپور واوري، بحثونه او څارنې به وکړي، د چين د ملي ولسي کانګرېس په کلنۍ غونډې کې به ګډون ولري، حکومتي کاري راپور او نور اړوند راپورونه به واوري او د اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د کړنلارې پر مسودې به بحثونه وکړي.



































