په مسکو کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. دغه راز د افغانستان سفیر د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هېواد د حریم نقض او د اسلامي امارت د رسمي دریځ په اړه غږيدلی دی. ضمیر کابلوف ویلي چې هېواد یې د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.



































