د چين خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۴مه نېټه په جلا جلا توګه د سعودي عربستان له خارجه وزير فيصل بن فرحان آل سعود او د عربي متحده اماراتو له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير عبدالله بن زايد آل نهيان سره ټليفوني خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان خارجه وزير فيصل بن فرحان او د عربي متحده اماراتو مرستيال صدراعظم او خارجه وزير عبدالله بن زايد آل نهيان خپل چيني سیال ته د منځني ختيځ د وروستيو حالاتو معلومات ورکړي او د چين يې ستاينه کړې، چې هر وخت یې پر عيني او عادلانه دريځ ټينګار کړی دی.
دوی هيله ښودلې، چې له چيني لوري سره خپل تماسونه زيات او همغږۍ پياوړې کړي او د شخړو د ختمېدو او د منځني ختيځ د تلپاتې سولې او ثبات په پار ورسره ګډې هڅې وکړي.
د چين خارجه وزير وانګ يي له يادو سیالانو سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې د جنګ لمن د سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو په شمول د خليج څو هېوادونو ته غځېدلې او پر دې يې خواشيني څرګنده کړې ده.
نوموړي ويلي، په هر علت بې توپيره زورزیاتی د منلو نه دی او پر بې ګناه ملکيانو او غير پوځي موخو هر ډول بريدونه بايد وغندل شي.
د ده په خبره، چين تل د سولې ساتونکي په توګه دنده پرغاړه اخیستې او نيت لري چې د جنګ د درېدو لپاره رغنده رول ته دوام ورکړي او د منځګړيتوب په پار اړوندو هېوادونو ته خپل ځانګړی استازی ولېږي. مختلفې خواوې بايد خپل پوځي عمليات پای ته ورسوي، ټول باید د خبرو ميز ته راوګرځي او د حالاتو د بيا ترينګلتيا مخه باید ونیسي.



































