په کابل کې د چين لوی سفیر جاو شينګ د مارچ په څلورمې نېټې د افغانستان له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره لیدلي او د دوه اړخيزو اړيکو او اوسني نړيوال وضعيت په اړه يې ورسره نظرونه تبادله کړي دي.
امير خان متقي د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو مثبته ارزونه کړې او اراده يې ښودلې چې له چين سره به پر سيمه يیزو موضوعاتو نظر تبادلې او همغږي پیاوړې کړي او په ګډه به سيمه يیزه سوله او ثبات وساتي.
جاو شينګ ويلي، چين به په نوي کال کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې عملي همکارۍ ژورې کړي او دوه اړخيزو اړيکو ته به یې وده ورکړي.



































