د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په څلورمه نېټه يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، ”د نړيوال ماموريت د دوستانو ګروپ“ په وار سره په نيويارک او ژنيو کې جوړ شوی او په يوې لنډې مودې کې يې چټک پرمختګ موندلی دی، چې ترې څرګندېږي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په وړانديز د نړيوال ماموريت نوښت د نړيوالو له اړتياوو او د خلکو له ارمانونو سره مطابقت لري.
د دې په خبره، چين په ياد ګروپ کې د ټولو همفکره هېوادونو د شاملېدو هرکلی کوي او هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره د نړيوال ماموريت د اصلاح، سمون او بشپړولو لار په ګډه پيدا کړي.



































