د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس څلورمه کلنۍ غونډه د مارچ د پنځمې نېټې په سهار په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه، چې په پرانيستونکو مراسمو کې يې د شي جین پینګ په شمول د دې هېواد ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی او صدراعظم لي چيانګ غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی.
په دغه کاري راپور کې د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ یو لړ موخې ټاکل شوي، چې له مخې به يې اقتصاد کې ٪ ۴.۵ – ٪ ۵ زیاتوالی راشي، په ښارونو او علاقه داريو کې به یې د بېکارۍ کچه شاوخوا ٪ ۵.۵ وي او له ۱۲ ميليونو زياتې نوې دندې به خلکو ته برابرې شي، د اوسېدونکو د مصرفي بيې زیاتوالی به یې شاوخوا ٪ ۲ وي، د اوسېدونکو عایدات او ملي اقتصاد به یې هممهاله زیاتوالی ومومي، نړيوال عايدات او لګښتونه به یې عموماً برابر وي، د غلو دانو د تولید اندازه به یې شاوخوا ۷۰ ميليارډو کيلو ګرامو ته ورسېږي او د کورني ناخالص تولید د هر یونیټ لپاره به یې د کاربن ډای اکسایډ اخراج شاوخوا ٪ ۳.۸ کم شي.




































