د چین د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډه د مارچ په ۵مې نېټې د سهار په ۹ بجو په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانیستل شوه.
په يادې غونډې کې د ملي ولسي کانګرېس څه د پاسه ۲۷۰۰ استازو چې د چین د مختلفو ځایونو او د بېلا بېلو قومونو او برخو څخه راغلي، برخه اخيستې ده. دوی به په راتلونکو ۸ ورځو کې د حکومت کاري راپور، د ملي اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه د ۱۵م پنځه کلن پلان مسوده، د چین د ایکولوژیکي او چاپېریال ساتنې قانون مسوده، د چین د ملي یووالي او پرمختګ د هڅولو قانون مسوده، د چین د ملي پرمختګ د پلان جوړونې قانون مسوده، د سترې ولسي محکمې او د سترې ولسي څارنوالۍ کاري راپورونه او د ۲۰۲۶م کال لپاره د چین د ملي اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پلان مسوده او د مرکزي او محلي بودیجې مسوده وڅېړي او تر سنجش لاندې به یې ونیسي.




































