د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د مارچ د ۵مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس په ۴مې کلنۍ غونډې کې د جيانګ سو ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون کړی او د دوی نظرونه یې اورېدلي دي.




































