په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د ا.ا د ځواکونو او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لسګونه ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د یوناما په اعلامیه کې راغلي، د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې په مخامخ ډزو او هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه شهیدان شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي. یوناما لیکلي، په دغو قربانیانو کې شاوخوا ۵۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له دواړو لوریو غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو لهمخې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.




































