د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د مارچ د ۵مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس په ۴مه کلنۍ غونډه کې د ګډون کوونکي جيانګ سو ولايتي پلاوي په بحثونو کې ګډون کړی او په ترڅ کې يې د ”۱۵م پنځه کلن پلان“ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ مختلفو موخو ته پر رسېدو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د سختو پيچلو حالاتو پر وړاندې باید مقابله وشي او د ژورو کچو زیاتې مسئلې باید حل شي.
د ده په خبره، د جيانګ سو په شمول د اقتصادي پرمختګ څو ځواکمن ولايتونه، چې اوس د اصلاحاتو او ورخلاصون په لومړۍ کرښه کې دي، بايد د نويو حالاتو په څېړلو او د نويو مسئلو په حل و فصل کې لا زياتې هڅې وکړي او تجربې یې باید راغونډې کړي.




































