د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې که پر کابل برید وشي، نو اسلام اباد به هم خوندي پاتې نه شي. نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې که کابل ناامنه کېږي، اسلاماباد به هم ناامنه شي. نوموړي ویلي، چې د یوې افغانې کورنۍ د غچ په بدل کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د مولوي محمد یعقوب مجاهد وینا، د دوی درد د ډیورند فرضي کرښه ده. مجاهد ویلي که جګړه اوږده شي، دوی چمتو دي چې حتی لس کاله نور هم وجنګېږي.




































