د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د مارچ په ۷مې نېټې د خلکو ژوند د ښه والي په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه.
د چين د پوهنې وزیر هوای جین پنګ په دې مطبوعاتي غوڼده کې وويل، چې چين اوس مهال د نړۍ تر ټولو لوی او باکیفیته تعلیمي سیسټم ساتي. د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په جريان کې، بېلابېلو پوهنتونونو او پوهنځيو کې ټولټال ۵۵ ميلیونه استعداد لرونکی روزل شوي، په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه هم زیاته ده.
په دې پنځو کلونو کې په چين کې ۱۸ عادي پوهنتونونه او ۷۰ مسلکي پوهنتونونه اضافه شوي، چې د لیسانس محصلینو شمېر ۷۰۰۰۰۰ زیات شوی دی.



































