د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي. د خبر پاڼې له مخې دا کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د سرچینې په خبره، دغو کډوالو له دوو ورځو تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي. پاکستاني پولیسو په دې وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی دی. د ملګرو ملتونو د ادارو د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایرانه نږدې درې میلیونه افغان کډوال راستانه شوي دي.



































