ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه وکړي. د ملګروملتونوامنیت شورا به د هغه پریکړه لیک پرمسودې رایې واخلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه مامویت، یوناما تمدیدوي. د مالوماتو له مخې دا ځل به دا ماموریت د ۳ میاشتو لپاره وغځول شي. امریکا ویلي، چې د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به د ملګروملتونو امنیت شورا ته فرصت برابرکړي ترڅو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام آیا هغه مناسب او بشپړد پلي کیدو وړدی کنه. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي مایک والتز بیا د افغانستان په اړه د دې شورا د تیرې دوشنبې د ورځې په غونډه کې ویلي، چې د یوناما بودیجه په نړۍ کې د ملګروملتونو د نورو ځانګړو ماموریتونوپرتله ترټولو زیاته بودیجه ده.




































