په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر پر خپله اېکس پاڼه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستاني رژیم مرګوني برید ته په غبرګون کې لیکلي، چې ملکي وګړي دې هېڅکله نه په نښه کېږي او ښکېل اړخونه اړ دي چې امنیت یې خوندي کړي. یاد بنسټ ویلي: «موږ د سملاسي اوربند، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو بشپړ په پام کې نیولو او خبرو اترو ته ښکېلو اړخونو د ستنېدو غوښتونکي یو.» له دې وړاندې په بهرنیو چارو او سیاست کې د اروپايي ټولنې جګپوړې استازې کایا کالاس ویلي چې په کابل کې پر روغتیايي مرکز د پاکستان برید د تاوتریخوالي د زیاتېدو یوه نوې مرګونې لړۍ ده چې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. دغه راز یوناما هم پر کابل د پاکستان هوايي برید ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان په لر او بر کې ملکي وګړي د دغو نښتو بیه پرې کوي.




































