د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له سکاینیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، هر څوک چې په کابل واکمن وي، پاکستان بیا هم ورسره ستونزې جوړوي. ښاغليکرزي ټینګار کړی چې پاکستان تل هڅه کوي افغانستان کمزوری وساتي او په خپله تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ کوي. نوموړي پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې له افغانستان سره دې سولهییزې اړیکې غوره کړي. هغه دا ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې پاکستان ملکي سیمې نه دي بمبار کړي، او ویلي یې دي چې زه خپله او د کابل تول اوسېدونکي د ملکي تلفاتو شاهیدان دي. حامد کرزي د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په سختو ټکو غندنه کړې ده.




































