د زابل ولایتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د مېزانې ولسوالۍ د ربغۍ په سیمه کې د تندر لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي. د زابل د والي ویاند صدیق الله وثیق ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي مسوولین سمدستي سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولي دي. بلخوا، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د زابل په یو شمېر سیمو کې پراخ زیانونه اړولي او ځینې سیمې یې ویجاړې کړې دي.




































