د چين او افغانستان د کرکټ لوبغاړو د مې په ۱۲مې نېټې د چین په هانګجو ښار کې لیدنه او یوه تمريناتي سیالي يې ترسره کړې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي روزونکي نوروز منګل او نورو افغان لوبغاړو خپلې تجربې له چینايي لوبغاړو سره شریکې کړي او په راتلونکي کې د کرکټ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا يې ټینګار کړی دی.











































