د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا پوځ د ایران هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هرمز تنګی یې تړلی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې دغه مهم سمندري دهلېز لا هم پرانیستی دی او د کښتیو تګراتګ په عادي ډول دوام لري. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویاند، سمندري کپتان ټیم هاوکینز، رویټرز ته ویلي: «ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري. د کښتیو تګراتګ روان دی او امریکايي ځواکونه وضعیت له نږدې څاري، څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه بهیر همداسې دوام ومومي.» دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې هرمز تنګی یې تړلی او کښتیو ته یې خبرداری ورکړی چې دې سمندري لارې ته ورنږدې نه شي.





































