د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند لین جيان د جولای په ۱۳مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي، چې د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځیرکتيا نړيوال کنفرانس او د مصنوعي ځیرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډه به د جولای له ۱۷ مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې د “ځیرک ملګری او ګډ راتلونکی” په سرلیک ترسره شي.
نوموړي ويلي، په دغې غونډې کې به د چين دولت رئیس شي جین پينګ هم ګډون او وينا وکړي او له ګډونوالو سره به د مصنوعي ځیرکتيا د پرمختګ او حکومتولۍ په اړه د چین دريځ او تګلارې شريکې کړي.
لين جيان ويلي، چين د بېلا بېلو هېوادونو حکومتي چارواکو، کارپوهانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو ته پدې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې او هيله يې ښودلې، چې ګډونوال به له دې موقف څخه په استفادې متقابل باور او اجماع زياته او خپلمنځي همکارۍ به ژورې کړي او مصنوعي ځيرکتيا ته به سالم، خوندي او منظم پرمختګ ورکړي.






































