د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د جولای په ديارلسمې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امر له مخې به د جولای د څوارلسمې نېټې د مازديګر له څلورو بجو څخه پر ايران سمندري بنديزونه بيا پیل کړي.
راپورونه وايي، امريکايي ځواکونه به د ايران له بندرونو او ساحلي سيمو څخه پر تېرېدونکو بېړيو بنديزونه ولګوي او د هغو بېړيو د تګ راتګ ملاتړ ته به دوام ورکړي، چې د بندیزونو له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه ونه کړي.
ټرمپ هم د همدې ورځې په سهار پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې هېواد به يې پر ايران سمندري بنديزونه بيا پيل کړي او له هغو مالونو څخه به شل سلنه فیس واخلي چې له هرمز تنګي څخه تېرېږي.






































