د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۴مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې په خليج کې د شخړو د بيا پيل له امله اندېښنې لري او له اړوندو خواوو غواړي، چې د نړيوالې ټولنې او سيمې د سولې او ثبات غوښتنې واوري، له حوصلې کار واخلي، اوربند وساتي او د اور د بيا بلېدو او بې ګناه خلکو ته د زيانونو مخه ونیسي.
لین جيان ويلي، هرمز تنګي ته د نږدې هېوادونو حقه حقونو ته درناوی او له دغه تنګي څخه ډاډمن تګ راتګ د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده او اړوندې خواوې دې په يوه لوري ګامونه پورته او مسئلې دې حل کړي.
هغه زياته کړې، چين به د رئیس شي جين پينګ د څلور فقره ييز وړانديز له مخې د منځني ختيځ او خليج د وضعيت د ارامېدو لپاره نه ستومانه کېدونکې هڅې وکړي.





























