په افغانستان کې د ایټالیا سفارت ویلي، په مزار شریف کې د روضې، چې د «زرغون جومات» په نوم هم یادیږي، د خوندي کولو او بیارغونې لپاره بېړنۍ چارې پیل شوې دي. د ایټالیا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پروژه د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت د ایټالیا د پراختیايي همکارۍ ادارې په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو) په همکارۍ پلې کېږي. د خبرپاڼې له مخې، دغه اقدامات د ۲۰۲۵ کال د عقرب میاشتې له هغې ۶.۳ درجې زلزلې وروسته پیل شوي چې بلخ ولایت یې سخت زیانمن کړی و او د سیمې زیربناوو او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت ته یې درانه زیانونه اړولي وو.





























