د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د عمران خان د بند درېیمې کلیزې پر مهال دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا د هغه زنداني کول د پاکستان په ګټه تمام شوي که نه. خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، سره له دې چې پاکستان په بهرني سیاست کې ځینې بریاوې لرلې، خو دغه هېواد اوس د درېیو کلونو مخکې په پرتله له اقتصادي او امنیتي پلوه په بد وضعیت کې دی. هغه زیاته کړې، له افغانستان او هند سره د اسلاماباد اړیکې هم تر پخوا ترینګلې شوې دي. د خلیلزاد په وینا، پاکستان د اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د خپلو سیاستونو بنسټیزې بیاکتنې او کورني جوړجاړي ته اړتیا لري.





























