د کابل ښاروالۍ د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون د تېلو او ګازو نوې نرخپاڼه خپره کړې ده. یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۱۴مه، په اېکسپاڼه کې د خپرې شوې نرخپاڼې له مخې، د یو لیټر پټرولو بیه ۸۰ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۷۵ افغانۍ او د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۷ افغانۍ ټاکل شوې ده. د کابل ښاروالۍ ویلي، د سونتوکو ټول پلورونکي مکلف دي چې پټرول، ډیزل او مایع ګاز د همدې اعلان شوې نرخپاڼې له مخې وپلوري او له ټاکل شویو بیو څخه سرغړونه ونه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې او د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.





























