د امارتي شرکتونو عمومي ریاست خبر ورکړی، چې له چین څخه افغانستان ته د معیاري برېښنايي تجهیزاتو د واردولو لړۍ پیلېږي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، په چین کې د برېښنايي تجهیزاتو د تولیدوونکو فابریکو له تخنیکي ارزونې او له یو شمېر شرکتونو سره د تړونونو له لاسلیک وروسته، د تجهیزاتو د تولید او بارولو چارې پیل شوې دي. یاد ریاست زیاته کړې چې په لومړي پړاو کې به شاوخوا ۲۷ کانټینره د برېښنا د وېش شبکو تجهیزات او د انسولېټرونو اړوند ملحقات افغانستان ته ولېږدول شي. د چارواکو په وینا، د دغو تجهیزاتو واردول به د برېښنا د وېش شبکې د پیاوړتیا او د برېښنايي پروژو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.





























