د پنجشېر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د دغه ولایت کورني تولیدات د ۱۷ میلیونه او ۷۷۶ زره افغانیو په ارزښت په کورنیو او یو شمېر بهرنیو بازارونو کې پلورل شوي دي. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون رسنیو ته ویلي، د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صادراتو د پراختیا مدیریت د راپور له مخې، ۳۶ زره او ۶۴۲ قیراطه زمرد د څلور میلیونه او ۸۰۵ زره او ۱۹۰ افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي. د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۱۳۰ ټنه ګیلاس د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت روسیې، عربي هېوادونو او کورنیو بازارونو ته صادر شوي دي.





























