د بدخشان ولایت په تیشکان، ارغنجخواه، بهارک او فیضاباد ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو څلور کانالونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د «شلټر فار لایف» دفتر له لوري د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پلې شوې دي. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، پر یادو پروژو ټولټال ۱۲۰ میلیونه، ۶۹۵ زره او ۶۳۱ افغانۍ لګښت راغلی او له تخنیکي ارزونې او څارنې وروسته د سیمې خلکو، قومي مخورو او بزګرانو ته سپارل شوې دي.





























