په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف استازي تاجالدین اویوالي ویلي، په دایکندي کې شاوخوا ۶۲۷ زره کسان د ټولنې د مشارکت پر بنسټ د روغتیا او حفظالصحې له پروګرامونو برخمن شوي دي. اویوالي په اېکس پاڼه لیکلي، دایکندي له بامیان وروسته د افغانستان دویم ولایت دی چې په کې په پرانېستې فضا کې رفع حاجت په بشپړه توګه پای ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، دغه خدمات د دایکندي په نهو ولسوالیو کې وړاندې شوي او موخه یې د روغتیايي وضعیت ښه کول او د ماشومانو لپاره د سالم چاپېریال رامنځته کول دي. هغه زیاته کړې، دغه پروګرامونه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت او د بریتانیا د بهرنیو چارو، مشترکالمنافع او پراختیا وزارت په ملاتړ پلي شوي دي.





























