په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د «مجموعه السایر» شرکت له اجرائیوي مرستیال سره کتلي دي. د سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو خبرې شوې دي. د یاد شرکت اجرائیوي مرستیال افغانستان ته د سفر لپاره خپله لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.





























