د بغلان امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د وسلهوالې نښتې له امله څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د تالهوبرفک ولسوالۍ امنیه قوماندان اسماعیل ایوبي ویلي، چې دغه پېښه د «دیوالک» په سیمه کې رامنځته شوې او نښته د شخصي دښمنۍ او د کرنیزو اوبو د کارونې پر سر د اختلاف له امله شوې ده. د بغلان د امنیې قوماندانۍ په وینا، په دې نښته کې ښکېل کسان له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.





























