د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو د شریکولو په موخه له ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو او تمویلوونکو سره لومړنۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شوي. یاد لومړیتوبونه د زېربناوو، تجهیزاتو، ښوونیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړونې برخې رانغاړي. اقتصادي معاونیت وايي، دغه لومړیتوبونه د افغانانو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ ټاکل شوي دي. تمه ده راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د دغو لومړیتوبونو له مخې تنظیم او همغږې شي. د اقتصادي معاونیت په وینا، په راتلونکي کې به د ۱۳سکټوري ادارو لومړیتوبونه هم په تدریجي ډول له تمویلوونکو سره شریک شي.





























