د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) ویلي، چې د افغانستان په ختیځو او مرکزي ولایتونو کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي دي. یونیسف زیاته کړې، چې د جولای پر ۲۰مه په څو ولایتونو کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو کورونو او بنسټیزو زیربناوو ته زیان رسولی او یو شمېر خدمتونه یې ګډوډ کړي دي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د نورستان د پارون ولسوالۍ تر ټولو ډېره زیانمنه شوې او لومړني راپورونه ښيي چې ۲۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي. یونیسف ویلي، د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو خلکو ته د بېړنیو روغتیايي او نورو اړینو خدمتونو د رسولو هڅې یې پیل کړې دي.





























