د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له یو شمېر اقتصادي او فرهنګي شنونکو او کارپوهانو سره په لیدنه کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنې ارزولې دي. عزیزي ویلي، افغانستان د سلګونو ډوله کورنیو تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی او تمه ده ډېر ژر د کورنیو سرچینو په کارولو سره د اوسپنې او سمنټو په برخو کې هم بشپړ ځانبساینې ته ورسېږي. په دې لیدنه کې کارپوهانو د هېواد د اقتصادي پرمختګونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړي دي.





























