اکسوس کتاب پلورنځي د کتاب لوست فرهنګ د ودې او د افغان لیکوالانو د هڅونې په موخه خپله لومړنۍ ادبي جایزه د «عیاض» ناول لیکوال احمد شهرام وفایي ته ورکړه. دغه جایزه د اکسوس کتاب پلورنځي د مسوول صفيالله ناصري لخوا ښاغلي وفایي ته وسپارل شوه. نوموړي خپل لومړنی ناول «عیاض» په دې وروستیو کې خپور کړی، چې د کتاب مینوالو له پراخ او تود هرکلي سره مخ شوی دی. د اکسوس د معلوماتو له مخې، د «عیاض» ناول یوازې د یوې اونۍ په موده کې د دغه پلورنځي له لارې د زیات پلورل شوي کتاب مقام خپل کړ. په دومره لنډ وخت کې د یوه افغاني ناول پراخ پلور د هېواد د ادبیاتو، کتاب بازار او مطالعې فرهنګ لپاره یوه هیله بښونکې لاسته راوړنه بلل کېږي. د اکسوس رهبري دا جایزه د احمد شهرام وفایي د ادبي هڅو، د «عیاض» ناول د بریا او د کتابلوست فرهنګ په دودولو کې د هغه د ونډې د ستاینې په موخه ورکړې ده. د اکسوس مسوول صفيالله ناصري وایي، د دې نوښت موخه د افغان لیکوالانو هڅول، د ارزښتناکو اثارو ملاتړ او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړی کول دي.





























