د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، د پاکستان د هر ډول تېري پر وړاندې به حساب شوی او سنجول شوی ځواب ورکړي. نوموړي له ملي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د خپل توان مطابق به د افغانستان له خلکو دفاع کوي او شرایطو او حالاتو ته په کتو به یې له پاکستانه غچ اخلي. مجاهد ویلي، د پاکستان له بېځایه غوښتنو داسې معلومیږي چې دغه هېواد د افغانستان امنیت او پرمختګ د ځان لپاره خطر بولي. هغه دغه راز ویلي، چې ځیني هېوادونه او کړۍ د خپلو شخصي موخو لپاره په افغانستان کې د دوی ضد ډلو د شتون په اړه ناسمې ادعاوې کوي.





























