د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، چې ا،ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د ستونزو د حل لپاره خبرې اترې غوره لاره ګڼي. نوموړي د ا.ا د بیا واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، د امکاناتو د محدودیت له امله لا هم په هېواد کې ځینې ستونزې موجودې دي، خو د حل لپاره یې هڅې روانې دي. حقاني دغه راز خبرداری ورکړی، که څوک د افغانستان پر وړاندې «ناسم نیت او شومې ارادې» ولري، د ده په وینا، باید د انګرېزانو، شوروي اتحاد او امریکا له ماتې عبرت واخلي.





























