د افغانستان د امانتي صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محمد محرابي ويلي چې، د دغه صندوق له جوړېدو وروسته، د هغه ګټه ۶۶۱ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. محرابي زیاته کړې چې د دغه صندوق شتمنۍ د بشري مرستو د برابرولو او د حکومت د لګښتونو د تمویل لپاره نه، بلکې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د ساتنې لپاره دي. د افغانستان وجهي صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې په سویس کې د امریکا له خوا د دغه هېواد د ۳٫۵ میلیارد ډالره شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو.





























