د ازبکستان د جیزخ ولایت او د افغانستان د بلخ ولایت سوداګرو او صنعتکارانو په مزارشریف کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ګډه غونډه کړې ده. په غونډه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د همکاریو پر پیاوړتیا، ګډې سوداګرۍ او پانګونې خبرې شوې دي. د جیزخ ولایت مرستیال والي بهرام یوسفاوف ویلي، افغانستان ته یې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتول دي. افغان او ازبک سوداګرو هم د ګډو اقتصادي فرصتونو پر رامنځته کولو او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.




























