رونالډ ساکولسکي امريکایی دی او په ۱۹۹۹م کې يې په چین کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي همغه مهال د چين په مووس صحرا کې د ځنګلونو له لارې د صحرا د مخنيوي د چارو په برخه کې د مېرمن ین یو جن کېسه ولوستله او ډېر ترې متاثره شو او وروسته یې په ټينګ هوډ د ین یو جن د هڅو د ملاتړ لپاره ۵ زره ډالره راټول کړل.
مېرمن ین یو جن په دغو پیسو شاوخوا ۵۰ زره نيالګي واخيستل او په صحرا کې يې کېنول.
مېرمن ین یو جن د روان کال په مې میاشت کې په انټرنېټي نړۍ کې د خپل امريکايي ملګري رونالډ ساکولسکي د موندلو لپاره یوه وېډیو خپره کړه او بالاخره یې هغه وموند.
د دوی ملګرتیا د چین او امریکا د خلکو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ یوه روښانه بېلګه ده.
د هېوادونو ترمنځ اړیکه په اصل کې د خلکو ترمنځ اړیکه ده.
که د چین او امریکا اړيکو ته کتنه وشي، نو د يادې کېسې په څېر ډېرې نورې په زړه پورې کېسې لري. دلته به يې دوو نورو بېلګو ته هم اشاره ولرو.
د امریکا د رضاکارانو ډلې په دوهمې نړیوالې جګړې کې له چیني سرتېرو سره یو ځای جګړه کوله او ښه دوستي یې پاللې ده.
چين په ۱۹۷۱م کال کې د امریکا ټینس لوبډلې ته بلنه ورکړې وه، چې دغه هېواد ته سفر وکړي او چيني لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي.
دا هغه پېښه وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۲ کلنه انزوا یې ماته کړه.
که څه هم چین او امریکا د تاریخ، کلتور، ټولنیزو سیسټمونو او پرمختیایي لارو په برخو کې توپیرونه لري، خو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي یې ډېره ښه ده او د یو پل په توګه کار کوي او دوه اړخیزې اړیکې يې هڅوي.
د چین او امریکا د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیات شوی دی.
د امریکا ګڼ شمېر انټرنېټ کاروونکو د ۲۰۲۵م کال په لومړیو کې د چین په ټولنیزې رسنۍ (rednote) کې له چيني انټرنېټ کاروونکو سره اړیکې نيولي او دوستانه نظرتبادلې يې کړې دي.
په تېرې مې میاشت کې، هغه موخه له مهالوېش څخه ۲ نیم کاله مخکې پوره شوې چې په ۵ کلونو کې ۵۰ زرو امریکایي ځوانانو ته چین ته د تبادلې او مطالعې لپاره بلنه ورکړه.
ګومیز د امریکا د مسکاټین عالي لېسې زده کوونکی دی او په وروستيو کې يې له چین څخه لیدنه کړې ده. نوموړي پر ټولنيزو رسنيو يوې وېډيو کې ويلي، چې په چین کې عصري، کلاسیک او دودیز کلتور يو ځای لیدل کېږي او خلکو ته په زړه پورې او ځانګړی احساس ورکوي.
په بهرنیو ټولنیزو رسنیو کې، څو هشټګونه “چین ته سفر” او “چیني کېدل” ډېر کارول کېږي.
د ټیسلا اجرائیوي رئیس ایلون ماسک هم په مکرر ډول امریکایانو ته وړاندیزونه کړي، چې چین ته سفر وکړي او دغه هېواد له نږدې وويني.
د ايلون ماسک مور مای ماسک په کابو ۵ میاشتو کې ۲ ځلې چین ته سفرونه کړي او د دغه هېواد هر ځای یې د لیدو وړ بللی دی.
د امريکا د پیو څیړنیز مرکز د تېر اپرېل په سروې کې د چین په اړه د مثبت نظر لرونکو امریکایانو انډول له ۳ کلونو راهیسې نږدې ۲ چنده زیات شوی دی.
د چین او امریکا مشرانو د روان کال په مې کې په بېجینګ کې سره ولیدل او موافقه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو د رغنده ستراتیژیک ثبات اړیکې به ټینګې کړي. د دواړو هېوادونو خلک به په راتلونکي کې لا زیاتې دوستانه کېسې ولري او د تاریخ غېږې ته به یې وسپاري.





























