د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویاند سټیفن دوجاریک د اګست په ۲۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ګوټرېش په چین او نیپال کې د زورورو سېلابونو له کبله د درنو تلفاتو او د ګڼو خلکو د ورک کېدو له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
ګوټرېش د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي او د ټپیانو د ژر رغیدو هیله یې ښودلې او له ټولو زیان ځپلو څخه یې ملاتړ څرګند کړی دی.
دوجاریک ويلي، ملګري ملتونه به د چین او نیپال له حکومتونو سره په ګډه ناورین ځپلو سره مرسته وکړي.





























