د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اګست په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د امریکا له سفیر ډېوېډ پرډیو سره لیدلي دي.
وانګ يي ویلي، بېجينګ او واشینګټن د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتیژیکې لارښوونې په رڼا کې د رغنده ستراتیژیکو باثباته اړیکو د جوړولو په هڅه کې دي ، خو په ورته وخت کې يې خپلمنځي اړيکې له بېلا بېلو خطرونو او ننګونو سره هم مخ دي.
نوموړي ويلي، چين او امريکا دې د مشرانو مهمې موافقې عملي کړي، پر مثبتو موضوعاتو دې تمرکز وکړي، اختلافونه دې مدیریت کړي، د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د تګ راتګ پر وړاندې شته خنډونه دې لرې کړي او خپلمنځي اړیکې دې د ثبات او سالم پرمختګ پر لور بوځي.
ډېوېډ پرډیو ویلي، د امریکا او چین مشرانو د خپلمنځي اړیکو لپاره مهمه ستراتیژیکه لارښوونه کړې او په خبره یې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرې مې کې چین ته بريالی سفر کړی دی.
نوموړي ويلي، واشنګټن او بېجينګ غواړي خپلمنځي اړیکې پياوړې او پر ځينو موضوعاتو خبرې وکړي، همکاريو ته وده او د چارواکو د تګ راتګ لپاره ښه چمتوالی ونیسي او د متقابل درناوي او برابرۍ پر بنسټ رغنده ستراتیژیکې باثباته اړیکې وپالي.





























