د نيپال پوليسو د اګست په ۲۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د دې هېواد په شمال کې سخت زورور سېلابونه رامنځته شوي، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او تر دې دمه له خټو ۱۶۵ جسدونه را ايستل شوي دي.
د نيپال سيلانۍ ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغو سېلابونو له امله د ۲۹۱ بهرنيانو په شمول ۸۲۶ تنه سېلانيان لا هم تری تم دي، چې پکې ډېری یې هندي وګړي دي او لږ شمېر یې د امريکا، برېتانيې او ماليزيا په شمول د څو نورو هېوادونو اوسیدونکي دي.
د نيپال صدراعظم بلندرا شاه په همدې ورځ بېړنۍ غونډه کړې او د ژغورنې د چارو په اړه يې لارښوونې کړې دي.
د نيپال پوځ ويلي، چې په ناورين ځپلې سيمې کې یې ۱۲ تنه ژغورلي دي.





























