رویټرز راپور ورکړی چې په نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ تنو ته لوړ شوی او نږدې زر نور کسان، چې لږ تر لږه ۵۴۰ بهرني وګړي هم پکې شامل دي، په نیپال او تبت کې ورک دي. د راپور له مخې، د ژغورنې ډلې د درنو ماشینونو په مرسته د خټو او خاورو په منځ کې د ورک شویو کسانو لټون ته دوام ورکړی. د نیپال او چین چارواکو د نورو سېلابونو د احتمالي رامنځته کېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د خاورو او آوارو تر شا د اوبو راټولېدل د طبیعي بندونو د ماتېدو او د اوبو د لویې کچې د بیا بهېدو خطر زیاتوي.





























