د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په سپارښتنې، د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيوريو دايمي غړی او د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست د ۲۷مې نېټې په مازديګر د اړوندو ادارو د مسؤلينو په ملګرتيا د شيځانګ کورواکې سيمې د جي لونګ ولسوالۍ ته رسېدلی دی.
نوموړي په جي لونګ ولسوالۍ کې د خټو ښوېدنې سیمې ته ورغلی، د ژغورلو د چارو لارښوونه او د ژغورونکو او ناورين ځپلو د حال احوال پوښتنه يې کړې ده.





























