په اروپا کې مېشت امریکايي ځواکونه د ایران د جګړې له امله د دفاعي توغندیو له سخت کمښت سره مخ دي.
د امريکا اې پي اژانس د اګست په ۲۷مې نېټې په اروپا کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د يوه چارواکي په قول خبر ورکړی، د پاټریوټ هوایي دفاعي سیسټم لپاره د هغو ځانګړو توغنديو کمښت، چې د روسیې چټک بالستیک توغندي شنډولی شي، ډېر د اندېښنې وړ دی.
د ناټو یوه چارواکي هم تایید کړې، چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو او ناټو ځواکونو د پاټریوټ هوایي دفاعي سیسټم د يادو توغنديو زېرمې ډېرې کمې شوې دي.
راپور وايي، په اروپا کې دغه حالت د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې له امله رامنځته شوی دی.
امریکا په اروپا کې د توغنديو ضد دفاعي توغندیو زېرمې منځني ختیځ ته لېږدولي او د دې ترڅنګ، امریکايي ځواکونو او د خلیج متحدینو یې د پاټريوټ په ګډون ګڼ دفاعي توغندي د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو د مخنيوي لپاره استعمال کړي دي.





























