په نیپال کې د وروستیو سېلابونو او ځمکې ښوویېدنو له امله د مړو شمېر ۶۲۶ تنو ته رسېدلی او ۲۴۲۶ کسان لا هم نادرکه دي. د نیپالي چارواکو په وینا، د لټون او ژغورنې عملیات څلورمې ورځې ته داخل شوي او ژغورونکې ډلې هڅه کوي د هوا له لنډمهاله ښه کېدو ګټه واخلي څو نادرکه کسان ومومي. چارواکي وايي، د ځمکې د بیا ښوویېدنې دوامداره ګواښ د ژغورنې عملیات له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، د نادرکه کسانو په ډله کې لږ تر لږه ۵۱۷ بهرني وګړي هم شامل دي.





























